ريوډي جنيرو 29 جنوري (اے پي پي) لاطيني امريكې هېواد برازيل كښې كورونا وائرس له امله د مړو شوو كسانو شميره 2 لكهه21زره څخه زياته شوې دغسې ټول هېواد كښې د رنځورانو شميره 90 لكهه 60 زره ته رسيدلې۔ د جمعې په ورځ د امريكې ميډيا له مخې هېواد كښې د كورونا وائرس نوو كيسونو نه پس د مصدقه رنځورانو شميره 9060786 ته رسيدلې۔ برازيل كښې د كورونا وائرس وبا له امله د مړو شميره 221676 ته رسيدلې، هېواد كښې دا مهال د كورونا وائرس 915316 فعاله رنځوران موجود دي۔ د برازيل د روغتيا وزارت شميرې له مخې هېواد كښې تر اوسه 7923794 څخه زيات د كورونا رنځوران ښه شوي۔ د كورونا وائرس رنځورانو په اعتبار سره برازيل د نړۍ دريم دغسې د مړو په اړه دويم زيات ځپلے هېواد دے۔چارواكو ووئيل هېواد كښې د كورونا وائرس له امله ځپليو كسانو شميره پرله پسې زياتيږي او د هېواد لويو ښارونو كښې د كورونا وائرس تندۍ سره خپريږي