وزیراعلیٰ جام كمال خان سره د بلوچستان آئی جی پولیس د مخه ښې ملاقات

كوئټه 26 جنوری (اے پی پی) د بلوچستان وزیراعلیٰ جام كمال خان سره موده تر سره كونكې د بلوچستان آئی جی پولیس محسن حسن بټ د مخه ښې ملاقات كړے،ملاقات كښې د صوبې د امن او امان مجموعی صورتحال پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ٬ وزیراعلیٰ جام كمال ووئيل بلوچستان كښې امن لپاره د پولیس هڅې د ستائنې وړ دي۔ده ووئيل صوبه كښې امن ښه كولو له د پولیس كردار مهم دے۔ده صوبه كښې امن او پولیس كښې ډیجټلائزیشن لپاره د پورته كړو اقداماتو په اړه د آئی جی پولیس خذمات وستائل،محسن حسن بټ ووئيل د صوبې وګړي ميلمه دوسته دي۔د ښو يادونو سره ځم۔ دغسې ائې جي محسن حسن بټ ملاقات كښې د امن لپاره د پولیس هڅو او قربانيو ته پيرزوئنې وړاندې كړې