اسلام آباد 22 جنوري (اے پي پي) د پاكستان هاكي فېډرېشن صدر برېګېډئير ﴿ر﴾ خالد سجاد كهوكهر او عمومي سېكتر آصف باجوه د قامي اسمبلۍ غړي اقبال محمد علي سره د هغه د ورور محمد يوسف علي په مړينه خواشيني ښودلې. د غمرازې په خپل پېغام كښې دوي دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غم جنې كورنې له د زغم توفيق وركړي.