
اسلام آباد۔8 جنوری(اے پی پی) د پاکستان کرکټ بورډ تر سېوري لاندې د پاکستان کپ ون ډے (فرسټ کلاس) درې مېچونه (سبا) د اتوار په ورځ كېږي۔ د تفصيلات له مخې د بلوچستان مقابله به سدرن پنجاب سره سټیټ بنک سټېډیم کراچۍ كښې كېږي۔ د خېبر پختونخوا او سندھ لوبډلې به اېن بی پی کمپلېکس کراچۍ كښې يو بل ته مخامخ كېږي۔ د نادرن او سنټرل پنجاب لوبډلو ترمينځه مقابله به یو بی اېل سپورټس کمپلیکس کراچۍ كښې كېږي۔ ايونټ كښې ټولې 6 لوبډلې برخه اخلي چې پكښې د بلوچستان، سدرن پنجاب، خیبر پختونخوا، سندھ، نادرن او د سنټرل پنجاب لوبډلې شاملې دي