اسلام آباد۔5جنوری (اے پی پی) د پاكستان باكسنګ فېډرېشن ترسېوري لاندې درې ورځنې ريفريز اېنډ ججز كورس د فرورۍ 21 مې نېټې څخه لاهور كښې پېل كېږي۔ د پاكستان باکسنګ فېډرېشن سېکرټری جنرل کرنل ریټائرډ ناصر اعجاز تنګ ووئيل دې كورس كښې به ګرد هېواد څخه نزدې 40 ریفریز او ججز ګډون كوي۔ کوالیفائډ ریفریز او ججز به کورس كښې ګډون كوؤنكو ته د باکسنګ نوي ټیکنیکل قانون او نوې ټیکنیك په بابله لېكچر وركوي۔ د كورس په پايه كښې به كورس كښې كواليفائي كوؤنكو ګډون كوؤنكو ته سندونه وركولې شي۔