اسلام آباد 03 جنوري (اے پي پي) 13م قومي ټېن پن باٶلنګ چېمپئن شپ به د جنورې په 6مه نېټه په اسلام آباد كښې پېل كېږي. د پاكستان ټېن پن باٶلنګ فېډرېشن صدر اعجاز الرحمان له مخې قومي چېمپئن شپ لپاره چمتووالې نيول شوے. ده ووئيل چې په چېمپئن شپ كښې به د ټول هېواد څخه لوبغاړي برخه اخلي. ده ووئيل چې د چېمپئن شپ په مهال به د كورونا اېس او پيز عملي كولې شي.