كرائسټ چرچ 01 جنوري (اے پي پي) د نيوزي لينډ او پاكستان كركټ لوبډلو ترمينځه د دوو ټېسټ ميچونو سيريز دويم او آخري ټيسټ ميچ به (سبا) د اتوار په ورځ هيګلے اوول كرائسټ چرچ كښې پيل كيږي۔ د نيوزي لينډ لوبډلې ته ټيسټ سيريز كښې د پاكستان په ضد 0-1 سره وړاندې والے ترلاسه دے۔ د پاكستان سكواډ كرائسټ چرچ ته د وړاندې نه رسيدلے او (نن) د خالي په ورځ په كرائسټ چرچ كښې ټريننګ كوي۔ كيويز په وړومبي ټېسټ كښې پاكستان له په 101 رنز ماتې وركړی وه ۔دې څخه وړاندې د دواړو ډلو ترمينځه شوې درې ټي ټونټي ميچونو سيريز كښې نيوزي لينډ كاميابي ترلاسه كړې وه۔د نيوزي لينډ په ضد د ټيسټ سيريز وړومبي ميچ كښې د پاكستان لوبډلې مشري محمد رضوان كړی وه دغسې دويم او آخري ټيسټ ميچ كښې به بابر اعظم د پاكستان لوبډلې مشري كوي دغسې نورو لوبغاړو كښې سرفراز احمد ،شاداب خان، عابد علي، اظهرعلي، شان مسعود، فواد عالم، سهيل خان، ياسر شاه، محمد عباس، عمران بټ، حارث سهيل، نسيم شاه، شاهين شاه آفريدي او فهيم اشرف شامل دي۔