د نيوزي لېنډ او پاكستان ترمينځه دويم او وروستے ټېسټ مېچ په 3 جنورۍ پېل كېږي

کرائسټ چرچ۔30 دسمبر(اے پی پی) د نيوزي لېنډ او پاكستان كركټ لوبډلو ترمينځه د دوو ټېسټ مېچونو سيريز دويم او وروستے ټېسټ مېچ په 3 جنورۍ كرائسټ چرچ كښې پېل كېږي۔ كوربه لوبډلې ته سېريز كښې د 0-1بريا ترلاسه ده۔ کېوی لوبډلې ګرين شرټس ته په اولني ټېسټ مېچ كښې په 101 رنزونو سره ماتې وركړې وه۔ دې نه وړاندې د دواړو لوبډلو ترمينځه د درې ټي ټونټي مېچونو سيريز كوربه لوبډلې 1-2 سره ګټلې ؤ ۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د دوه ټېسټ مېچونو سيريز دويم او وروستے ټېسټ مېچ به د راروانې جنورۍ مياشتې په 3 مه نېټه كرائست چرچ كښې كېږي۔