اسلام آباد 25 دسمبر(اے پي پي) د پاكستان سيپاك ټاكرا فېډرېشن په مرسته د سندھ سيپاك ټاكرا اېسوسي اېشن تر سيوري لاندې د قائداعظم د زېږون ورځې په مناسبت سيپاك ټاكرا چېمپئن شپ به د دسمبر په 27مه نېټه په كراچې كښې كېږي. د سندھ سيپاك ټاكرا اېسوسي اېشن چيئرمېن ډاكټر محمد عارف حفيظ له مخې ايونټ لپاره چمتووالې نيول شوے. سږ كال به د كورونا اېس او پيز په نظر كښې ساتلو سره چېمپئن شپ كولې شي.