د قائداعظم ورځې په موقع د لوبو مقابلې به نن كيږي

اسلام آباد 24 دسمبر (اے پي پي) د قائداعظم ورځې په موقع د لوبو سيالۍ به (نن) د جمعې په ورځ كيږي۔ په دې سيالو كښې به فټ بال، سائيكلنګ، شطرنج، باډي بلډنګ، پاور لفټنګ، فټ سال، تھروبال، جوډو، ريس، ټينس اور لان بال شامل دي۔دا خبره دې ياده وي هېواد كښې د لوبو بيلو تنظيونو تر مينځه هر كال په 25 دسمبر د قائداعظم ورځې په موقع د لوبو د سيالو اهتمام كېږي او بيا كاميابي ترلاسه كوونكو لوبغاړو له انعامات وركړے كېږي