اېشئين هاكي چېمپئن شپ لپاره د هاكې د قامي لوبډلې د تربيتي كېمپ اعلان به ﴿نن﴾ وكړے شي

اسلام آباد 23 دسمبر (اے پي پي) اېشئين هاكي چېمپئن شپ لپاره د هاكې د قامي لوبډلې د تربيتي كېمپ اعلان به ﴿نن﴾ د زيارت په ورځ وكړے شي. د خبر له مخې د پي اېچ اېف عمومي سېكتر اولمپېئن آصف باجوه د پي اېچ اېف په هېډكوارټرز لاهور كښې د هاكې د قامي لوبډلې هېډ كوچ اولمپئين خواجه جنېد سره د ملاقات په مهال د دې خبرې پرېكړې چې د اېشيئن هاكي چېمپئين شپ د تيارې په لړ كښې د قامي هاكي لوبډلې د كېمپ د نېټې اعلان به ﴿نن﴾ د زيارت په ورځ كولے شي. اولمپئين آصف باجوه وئيلي دي د كېمپ په مهال به د حكومت په اېس او پيز عمل كولے شي.