ټي ټونټي سيريز‘ پاکستان نيوزي لېنډ له په آخري مېچ كښې ماتې وركړه

لاهور/نيپئر 22 دسمبر(اے پي پي) د ټي ټونټي ميچز سيريز په آخري مېچ كښې پاكستان نيوزي لېنډ له په 4 وكټو ماتې وركړې ۔ د نهې په ورځ نيپئر كښې د مېچ په مهال پاكستان ټاس ګټلو سره نيوزي لېنډ ته د بېټنګ كولو بلنه وركړه او د بېټنګ په مهال د نيوزي لېنډ ټول لوبغاړي په 174 رنزونو آٶټ شول چې په ځواب كښې ئې پاكستان د څلورو وكټو په زيان هدف سر كولو سره مېچ د پاكستان په نامه كړو خو د دې باوجود نيوزي لېنډ سيريز د يو په مقابل كښې د دوو مېچونو په ګټلو په خپله نامه كړے