اسلام آباد چیلچ کپ نن پېل كېږي

اسلام آباد۔19 دسمبر(اے پی پی) اسلام آباد چیلچ کپ (نن) اتوار ورځې نه اكبر فټ بال ګراؤنډ ٬ جي اېټ فور ٬ اسلام آباد كښې پېل كېږي۔ په اولنۍ ورځ به د اكبر كلب او هما كلب لوبډلو ترمينځھ نمائئشي مېچ ماسپخين دوه بجلې كولے شي۔ د ټورنامنټ پرانسته به د پاكستان فټ بال فېدرېشن نارملائزېشن كمېټۍ غړے سكندر خټك كوي۔ د آرګنائزنګ كمېټۍ چيئرمېن سيد شرافت حسېن بخاري وئيلي چې ټورنامنټ لپاره ټول انتظامات بشپړ كړے شوي دي۔ ټورنامنټ به د پي اېف اېف قانون لمخې كولې شي۔ د ټورنامنټ د ډراز اعلان به د روانې مياشتې په 20 مه نېټنه نن د اتوار په ورځ ماښام څلور بجې كولې شي۔