
اسلام آباد 13 مئی (اے پی پی) وزیراعظم محمد نوازشریف د خېبرپښتونخوا پی کے ۔8 پېښور ضمنی ټاكنو كښې په کامیابۍ د مسلم لیګ (ن) كانديد ارباب وسیم حیات او د مسلم لیګ كارمندانو له مبارکي وركولو سره وئيلي دي د مسلم لیګ (ن) کامیابې د اوسني حکومت په پاليسيو د اولس د باور څرګندونه ده ٬ د پېښور اولس د پرمختګ پروګرام لرونكو له رائے وركړې۔ د جمعې پھ ورځ جاری شوې بيان له مخې وزیراعظم ووئيل د پېښور شعور لرونكي اولس منفی سیاست او د نوي خېبر پښتونخوا جوړولو د دروغو غږ رد کړے۔