جارجيا كښې د سېنېټ په دوو چوكو د وخت نه وړاندې ووټنګ روان دے

واشنګټن 18 دسمبر(اے پي پي) د امريکې د جارجيا رياست په بيا مقابلو كښې د سېنېټ په دوو چوكو د وخت نه وړاندې ووټنګ روان دے٬ د جنورۍ په 5مه نيټه ډېموكرېټك د ري پبلېكن دوه سناتوران چېلنج كړي ٬ په دې الېكشن بيا كېدو نه وړاندې الېكشن كښې كوم كانديد واضح بريا نه وه ترلاسه كړې۔ د جارجيا رياست د انتخابي قوانين له مخې كه يو كانديد د 50 فيصده نه زيات ووټونه ترلاسه نه كړي نو د وړومبني او دوېم كانديد ترمېنځه به بيا الېكشمن كولې شي۔ د جنورۍ په پنځمه نيټه په كېدونكو مقابلو كښې د ډېموكرېټك دوه كانديد رافيل وارنك او جان اوسف د ري پبليکن ګوند سره تعلق لرونكي کيلي لوفلر او ډيوډ پردو سره به مقابله كوي