اسلام آباد 14 دسمبر (اے پي پي) د لان بال فېډرېشن تر سيوري لاندې قومي لان بال چېمپئن شپ به د جنورې په مياشت كښې كېږي. د پاكستان لان بال فېډرېشن چارواكو له مخې چېمپئن شپ لپاره چمتووالې نيولے شوے، په چېمپئن شپ كښې به د ټول هېواد څخه 10 لوبډلې برخه اخلي چې پكښې د پنجاب، سندھ، بلوچستان، خېبر پښتونخوا، اسلام آباد، آزاد جمو کشمیر او د ګلګت بلتستان نه علاوہ د بېلا بېلو محکمو لوبډلې شاملې دي.