دبئی۔8 دسمبر(اے پی پی) ډي پي ورلډ ټور ګالف ټورنامنټ به د زيارت ورځې نه په دبئی كښې پېل كېږي۔ ټورنامنټ كاميابۍ سره كولو له تياريانې روانې دي۔ ټورنامنټ كښی د ګالف نړۍ نوموړي لوبغاړي ټائټل په خپل نوم كولو له برخه اخلي۔ دا ټورنامنټ د اروپائي ګالف ټور برخه ده كوم چې په اولني ځل كال 2009ﺀ كښې شوے وو۔ ټورنامنټ به د عرب امارات دبئی ، جمیرا ګولف سټېټ په ارتھ کورس كولے شي۔ هسپانوی ګالفر جان راحم به ټورنامنټ كښې د خپل اعزاز دفاع كوي۔ ټورنامنټ لپاره 80 لکه امریکائي ډالرې د انعام په توګه اېښودلې شوي دي۔ دا ټورنامنټ به تر څلورو ورځو دوام لرلو نه وروسته په 13دسمبر پايې ته ورسي۔