قومي نېټ بال چېمپئن شپ به راتلونكې كال د فرورې په مياشت كښې په اسلام آباد كښې كېږي

اسلام آباد 06 دسمبر(اے پي پي) قومي نېټ بال چېمپئن شپ به راتلونكې كال د فرورې په مياشت كښې كېږي. چېمپئن شپ به د فرورې د 23مې نېټې نه د فرورې تر 27مه نېټه په اسلام آباد كښې كېږي. د پاكستان نېټ بال فېډرېشن صدر مدثر آرآئي له مخې په چېمپئن شب كښې به د ټول هېواد څخه د مېرمنو او سړو لس لس لوبډلې برخه اخلي. ده ووئيل چې چېمپئن شپ لپاره د اوس نه تيارې روانې دي.