فرانس كښې د كورونا وائرس ځپليو شمېره 19 لکھ 81 زره ته ورسېده۔ 44 زره كسان مړه شول

پېرس۔16نومبر(اے پی پی) فرانس كښې د كورونا وائرس ځپليو شمېره 19 لكه 81 زره ته رسېدلې ده۔ د دې وائرس د لاسه تر دې دمه ګرد هېواد كښې 44 زره كسان مړه شوي دي۔ د ګل په ورځ د فرانسيسي ابلاغ ذريعو له مخې هېواد كښې د كورونا وائرس ځپليو شمېره 1981827 ده۔ د چارواكو له مخې د فرانس په بېلو روغتونو كښې د كورونا وائرس د لاسه 302 كسان …

پېرس۔16نومبر(اے پی پی) فرانس كښې د كورونا وائرس ځپليو شمېره 19 لكه 81 زره ته رسېدلې ده۔ د دې وائرس د لاسه تر دې دمه ګرد هېواد كښې 44 زره كسان مړه شوي دي۔ د ګل په ورځ د فرانسيسي ابلاغ ذريعو له مخې هېواد كښې د كورونا وائرس ځپليو شمېره 1981827 ده۔ د چارواكو له مخې د فرانس په بېلو روغتونو كښې د كورونا وائرس د لاسه 302 كسان مړه شوي۔ فرانس كښې دا مهال د فعاله رنځورانو شمېره 1797469 ده۔ د چارواكو له مخې هېواد كښې د كورونا وائرس كېسونه مخ په زياتېدو دي۔ تېره ورځ بېلو سيمو كښې د كورونا وائرس 27228 نوې كېسونه رامخې ته شوي۔ د دې وائرس د لاسه فرانس كښې تر دې دمه په مجموعي توګه 44548 كسان مړه شوي۔ د كورونا وائرس دويمې چپې نه ورستو د پېرس په شمول زياتره ښارونو كښې د شپې كرفيو نافذ ده۔ فرانس كښې د كورونا وائرس وباﺀ ځپلي 139810 كسان ښه شوي هم دي

مزید خبریں