اسلام آباد۔ 1نومبر(اے پی پی) د صوبو ترمينځھ د رابطې وفاقي وزيرې ډاكټر فهميده مرزا وئيلي دي چې پاکستان سائیکلنګ فېډرېشن دې پېښور څخه تر افغانستان د امن روډ رېس اهتمام وكړي۔ ددې خيالاتو څرګندونه دې تېره ورځ پاكستان سپورټس بورډ كښې د پاكستان سائيكلنګ فېډرېشن ترسېوري لاندې د پاکستان انټرنېشنل سائیکلنګ روډ رېس چېمپیئن شپ د انعامونو وېش دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ دا روډ چېمپئن شپ اسلام آباد …
پاکستان سائیکلنګ فېډرېشن دې پېښور څخه تر افغانستان د امن روډ رېس اهتمام وكړي ٬ ډاكټر فهميده مرزا

مزید خبریں
اسلام آباد۔ 1نومبر(اے پی پی) د صوبو ترمينځھ د رابطې وفاقي وزيرې ډاكټر فهميده مرزا وئيلي دي چې پاکستان سائیکلنګ فېډرېشن دې پېښور څخه تر افغانستان د امن روډ رېس اهتمام وكړي۔ ددې خيالاتو څرګندونه دې تېره ورځ پاكستان سپورټس بورډ كښې د پاكستان سائيكلنګ فېډرېشن ترسېوري لاندې د پاکستان انټرنېشنل سائیکلنګ روډ رېس چېمپیئن شپ د انعامونو وېش دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ دا روډ چېمپئن شپ اسلام آباد نه تر مري وو كوم كښې چې د پاكستان په شمول د افغانستان 110 سائيكلسټ برخه واخسته۔ وفاقي وزيرې ووئيل د سائيكلنګ لوبه هېواد كښې ځوانانو لپاره يو صحتمندانه سرګرمي ده۔ هغې ووئيل د سائیکلنګ مقابلې بايد د كليو او تحصيلونو په كچه وكړې شي چې ورسره به ځوانانو ته صحتمندانه سرګرمۍ ترلاسه شي۔ دې ووئيل پاکستان سائیکلنګ فېډرېشن دې پېښور څخه تر تر افغانستان د روډ رېس اهتمام وكړي چې ورسره به سيمه كښې د امن پېغام رامخے ته شي۔ حكومت به هم په محدود وسائلو كښې پاتې كېدو سره د پاكستان سائيكلنګ فېډرېشن مرسته وكړي۔ مقابله كښې د سوئی سدرن ګېس رضوان اولنې د افغانستان فصیح اللہ دويم او د بائیکستان حنظله دريم پوزيشن ترلاسه كړو







