امريكا كښې د كورونا وائرس ځپليو شمېره 83 لکه 88 زره نه زياته شوه۔ 2 لكه 24 زره نه زيات كسان مړه

واشنګټن ۔19 اکتوبر (اے پی پی) امريكا كښې د كورونا وائرس ځپليو شمېره 83 لكه 88 زره نه زياته شوې ده۔ ګرد هېواد كښی ددې وبا دلاسه 2 لكه 24 زره نه زيات كسان مړه شوي دي۔ د ګل په ورځ د امريكا د ابلاغ ذريعو له مخې هېواد كښی د كورونا وائرس ناروغانو شمېره 8388012 ته رسېدلې ده۔ د امريكا د روغتيا وزارت له مخې هېواد كښی د كورونا …

واشنګټن ۔19 اکتوبر (اے پی پی) امريكا كښې د كورونا وائرس ځپليو شمېره 83 لكه 88 زره نه زياته شوې ده۔ ګرد هېواد كښی ددې وبا دلاسه 2 لكه 24 زره نه زيات كسان مړه شوي دي۔ د ګل په ورځ د امريكا د ابلاغ ذريعو له مخې هېواد كښی د كورونا وائرس ناروغانو شمېره 8388012 ته رسېدلې ده۔ د امريكا د روغتيا وزارت له مخې هېواد كښی د كورونا وائرس د فعاله ځپليو شمېره 2705368 ده او ددې وائرس د لاسه تر دې دمه 224732 ناروغان مړه شوي دي۔ د چاراكو له مخې امريكا كښې د كورونا وائرس كېسونه مخ په زياتېدو دي۔ بلخوا ددې وائرس نه تر دې دمه ټول 5457912 ناروغان روغ شوي هم دي۔ دا خبره دې ياده وي چې امريكا د كورونا وائرس وبا د لاسه د نړۍ تر ټولو زيات ځپلے هېواد دے ۔ امريكا كښې د كورونا وائرس اولنے كېس د روان كال جنورۍ مياشتې په 22 مه نېټه راپور شوے وو

مزید خبریں