پاکستان ډيموکريټك موومنټ د اېن آر او نه تر لاسه كيدو نه پس وجود موندلے۔ مراد سعيد

اسلام آباد۔8اکتوبر (اے پي پي) د مواصلات او ډاکخانو وفاقي وزير مراد سعيد وئيلي دي د مخالفې ډلې د ګوندونو تحريك پاكستان ډېموكرېټك موومنټ (پي ډي اېم) خپلو مشرانو ته د اېن آر او وركولو څخه د حكومت انكار نه پس وجود موندلے٬ نجي ټي وي سره په خبرو كښې ده ووئيل آصف زرداري ، مولانا فضل الرحمان ، محمود اچکزئۍ او نور په يو پيج راجمع دي او قامي …

اسلام آباد۔8اکتوبر (اے پي پي) د مواصلات او ډاکخانو وفاقي وزير مراد سعيد وئيلي دي د مخالفې ډلې د ګوندونو تحريك پاكستان ډېموكرېټك موومنټ (پي ډي اېم) خپلو مشرانو ته د اېن آر او وركولو څخه د حكومت انكار نه پس وجود موندلے٬ نجي ټي وي سره په خبرو كښې ده ووئيل آصف زرداري ، مولانا فضل الرحمان ، محمود اچکزئۍ او نور په يو پيج راجمع دي او قامي ادارې په نښه كوي۔ ده ووئيل د مخالفې ډلې ګوندونو د اېن آر او اخستو كښې هيڅ پيشرفت نه دې ليدلؤ۔ ده ووئيل هيواد لوټ كولو كښې ككړ مجرم د كومو اخلاقو په بنياد خپل ځان نجات دهنده ګرځوي۔ ده ووئيل لوټ مار لپاره پاكستان د دوي ذاتي ملكيت نه دے۔