سعودي عربستان – پلاسټك سرجري كوؤنكې مېرمنه د لاسونو او يوې پښې نه محرومه شوه۔ په ناسم اپرېشن كولو ډاكټر ګرفتار

سعودي عربستان - پلاسټك سرجري كوؤنكې مېرمنه د لاسونو او يوې پښې نه محرومه شوه۔ په ناسم اپرېشن كولو ډاكټر ګرفتار ریاض ۔ 26 فروری (اے پی پی) سعودي عربستان كښې د پلاسټك سرجري د لارې د ښكلا ترلاسه كولو هڅه كوؤنكې مېرمنه د دواړو لاسونو او يوپښې نه محرومه شوې۔ او ډاكټر په ناسم اپرېشن كولو ګرفتار كړے شوے۔ د اتوار په ورځ سعودي ميډيا د سعودي هېلت كمېټۍ …

سعودي عربستان – پلاسټك سرجري كوؤنكې مېرمنه د لاسونو او يوې پښې نه محرومه شوه۔
په ناسم اپرېشن كولو ډاكټر ګرفتار
ریاض ۔ 26 فروری (اے پی پی) سعودي عربستان كښې د پلاسټك سرجري د لارې د ښكلا ترلاسه كولو هڅه كوؤنكې مېرمنه د دواړو لاسونو او يوپښې نه محرومه شوې۔ او ډاكټر په ناسم اپرېشن كولو ګرفتار كړے شوے۔ د اتوار په ورځ سعودي ميډيا د سعودي هېلت كمېټۍ په اړه ووئيل چې د اپرېشن د لارې د مېرمنې معدې نه وازګه لرې كول وو ولې د عملياتو نه دوه ساعته وروستو د مېرمنې دواړو لاسونو او پښه كښې تكليف پېل شو په دې د دې مېرمنې ژوند بچ كولو له د دې دواړه لاسونه او يو پښه پرې كړې شوه۔ سعودي هېلت كمېټۍ وئيلي چې د ځائي ميډيكل كمپلېكس په كلينك كښې آپرېشن كوؤنكے ډاكټر نيولے شوے چا چې د آپرېشن په مهال مېرمنه بې هوشه كولو له لوكل انستھسیا وركړه او آپرېشن تھېټر كښې ده د ژوند بچ كولو سامان نه لرلو باوجود د مېرمنې آپرېشن وكړو۔ د هېلت كمېټۍ ترمخه د تورن ډاكټر په ضد مقدمه درج كړې شوې او د پېښې په اړه پلټنې روانې دي۔