اسلام آباد۔3اکتوبر(اے پی پی) د پاکستان کرکټ بورډ تر سیورې لاندې د روان ملي T20 جام دوه نورې سیالۍ به نن د اتوار په ورځ په ملتان کرکټ لوبغالي کښې ترسره شي. په لومړۍ لوبه کښې به د بلوچستان مبارزه د سویلي پنجاب او دوهمه كښې د شمالي او سندهی لوبډلو ترمینځ كېږي۔ د ايونټ میچونه د ستمبر 30 نېټې نه تر د اكتوبر تر 6 مې نېټې ملتان كركټ …
د ملي ټي 20 جام دوه نورې سيالۍ نن كېږي

مزید خبریں
اسلام آباد۔3اکتوبر(اے پی پی) د پاکستان کرکټ بورډ تر سیورې لاندې د روان ملي T20 جام دوه نورې سیالۍ به نن د اتوار په ورځ په ملتان کرکټ لوبغالي کښې ترسره شي. په لومړۍ لوبه کښې به د بلوچستان مبارزه د سویلي پنجاب او دوهمه كښې د شمالي او سندهی لوبډلو ترمینځ كېږي۔ د ايونټ میچونه د ستمبر 30 نېټې نه تر د اكتوبر تر 6 مې نېټې ملتان كركټ لوبغالي كښې او د اكتوبر 9 مې نېټې نه تر 18 مې نېټې په راولپنډۍ كركټ لوبغالي كښې كولې شي۔ په دې سیالۍ کې شپږ لوبډلې برخه اخلي كومو كښې چې ناردرن، خېبر پختونخوا، سنټرل پنجاب، سدرن پنجاب، بلوچستان او سندھ شامل دے۔ د ټورنامنټ سیمی فائنل به د اكتوبر په 17 نېټه او فائنل په 18 مه نېټه پنډي سټېډيم كښې كولې شي۔







