په پانامه کېس كښې زمونږ دلائل بشپړېدو نه پس پي ټي آئي د بې بنسټه تورونو نور دستاوېزات سترې محكمې ته وړاندې كړې

اسلام آباد 20 فروري (اے پي پي)د پاکستان مسلم لیګ (ن) لارښودو وئيلي دي په پانامه کېس كښې زمونږ دلائل بشپړېدو نه پس پي ټي آئي د ټګۍ او د بې بنسټه تورونو نور دستاوېزات سترې محكمې ته وړاندې كړې دي ٬ مسلم ليګ (ن) دا تورونه رد كوي٬ لكه د تلغوندې د پي ټي آئي دا دروغ به هم په ډاګه شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ډاکټر طارق فضل …

اسلام آباد 20 فروري (اے پي پي)د پاکستان مسلم لیګ (ن) لارښودو وئيلي دي په پانامه کېس كښې زمونږ دلائل بشپړېدو نه پس پي ټي آئي د ټګۍ او د بې بنسټه تورونو نور دستاوېزات سترې محكمې ته وړاندې كړې دي ٬ مسلم ليګ (ن) دا تورونه رد كوي٬ لكه د تلغوندې د پي ټي آئي دا دروغ به هم په ډاګه شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ډاکټر طارق فضل چوهدري او دانیال عزیز خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ډاكټر طارق فضل چوهدري ووئيل ځني خلق د ثبوت نه غېر عدالت ته وړاندې كېږي خو د پاكستان عدالت په شواهدو او رښتيا پرېكړه كوي۔ ده ووئيل پي ټي آئي يو ځل بيا د عدالت ګمراه كولو هڅه كړې٬ ده ووئيل نن چې عدالت ته كوم دستاوېز وړاندې كړې شوې دا وړاندې چرته وٶ٬ په داسې وخت كښې نوې دستاوېز جمع كړې شوې چې اورېدنه خپل اختتام ته رسېدونكې ده ٬ده ووئېل لكه د پخوا به د پي ټي آئي دا دروغ هم په ډاګه شي۔ ده ووئيل د كاركردګۍ په بنياد به د كال 2018 په ټاكنو كښې مسلم ليګ يو ځل بيا په واضع اكثريت كاميابي ترلاسه كوي۔ د قامي اسمبلۍ غړي دانیال عزیز ووئيل د پي ټي آئي لخوا په نوې دستاوېزاتو كښې د مريم نواز پشمول د شريف كورنۍ د نورو غړو په اړه بې بنسټه حقائق وړاندې كړې شوې٬ په رېكارډ موجود څيزونو كښې بدلون شوې او نوې دستاوېزات عدالت ته وركړې شوې ٬ زه په باور وائم چې نوې دستاوېزات يوازې د عدالت وخت ضائع كولو له وړاندې كړې شوې۔ ده ووئيل عمران خان له به د ټاكنو په كمېسون كښې هم ځوا ب وركول وي