
دوشنبے 11 مئي(اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف د تاجکستان په دوه ورځنۍ سركاري دوره د تاجكستان پايه تخت دوشنبے ته رسېدلے دے چرته چې د تاجكستان وزيراعظم كوكهېر رسول رادونے په دوشنبے هوائي مېدان د وزيراعظم او د ھغه د پلاوي هركلے وكړو۔ د وزیراعظم نواز شریف سره د اوبو او برېښنا او دفاع وفاقي وزیر خواجه محمد آصف او د وزيراعظم د خارجه چارو خاص مرستيال طارق فاطمي هم ملګري دي۔