اسلام آباد ۔ 14 جون (اے پی پی) پاکستان اسکول اسپورټس اولمپک 14 اګست څخه پېل كېدونكې پرائم منسټر آل پاکستان اسکول اېنډ کالج اولمپک ګېمز 2020ء د كورونا وائرس له امله ځنډولې دې۔ د پاکستان اسکول اسپورټس اولمپک سید ګوهر رضا ووئيل چې د ګېمز مقابلې د اګست 14 نېټې څخه تر 21 مې نېټې اسلام آباد او كراچۍ كښې كولې شوې۔ ده ووئيل د ايونټ تياريانې هم بشپړ شوې وې ولې د كورونا وائرس وباﺀ له امله دا مقابلې وځنډولې شوې۔ ده ووئيل د لوبو نوې نېټه به د راروان كال جنورۍ مياشت كښې اعلان كولې شي۔ ګېمز كښې د لس لوبو مقابلې اېښودلې شوې دي كومو كښې چې کرکټ، نېټ بال، باسکټ، فټ بال، ټېبل ټېنس، بېډمنټن، هاکی، سوئمنګ، اتھلېټکس او میرا تھن شامل دے۔ ګېمز كښې مقابلې به د 8 لويو ښارونو لوبډلو ترمينځه كولې شي او ګېمز كښې به د 15 نه تر 19 كالو عمر زده كوؤنكي هلكان او انجونې برخه اخلي