
اسلام آباد 10 مئي(اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف سره د پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف د نهې په ورځ وزيراعظم هاٶس كښې ليدلي دي ۔ د وزیراعظم دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د قامي سلامتيا په چارو خبرې شوې۔ ملاقات كښې د هېواد په غوره امنيتي وضعه د اطمينان څرګندونه او په دې لړ كښې د هلو ځلو په روانو ساتلو زور رواړلے شوے دے ۔