د اطلاعاتو٬ خپرونو او د قومي ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب بيان او شخصي ټي وي سره خبرې

اسلام آباد 29 جنوري (اے پي پي) د اطلاعاتو٬ خپرونو او د قومي ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې د عمران خان لخوا هېواد ته ديواليه وئيل د هېواد دښمني ده٬ د ټولې نړۍ په نظر كښې پاكستان مخ په وړاندې روان دے او نړيوالې ادارې هم پاكستان ته مخ په وړاندې تلونكې قوت وائي٬ عمران خان وائي چې هېواد ديواليه كېدونكې دے٬ په اصل كښې د عمران …

اسلام آباد 29 جنوري (اے پي پي) د اطلاعاتو٬ خپرونو او د قومي ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې د عمران خان لخوا هېواد ته ديواليه وئيل د هېواد دښمني ده٬ د ټولې نړۍ په نظر كښې پاكستان مخ په وړاندې روان دے او نړيوالې ادارې هم پاكستان ته مخ په وړاندې تلونكې قوت وائي٬ عمران خان وائي چې هېواد ديواليه كېدونكې دے٬ په اصل كښې د عمران خان سياست او عقل ديواليه شوي دي٬ بايد عمران خان په سياسي دښمنې كښې د هېواد د دښمنې خبرې ونه كړي٬ هغه منفي تاثر خپروي٬ د پاكستان تر ټولو لويه ستونزه د پاكستان نه د عمران خان كركه او دروغ دي٬ د وزيراعظم محمد نواز شريف په مشرې كښې به اوس هېواد يوازې پرمختګ كوي٬ كه عمران خان ئې نشي زغملې نو هغه لاعلاج دے۔ د اتوار په ورځ په خپل يو بيان او شخصي ټي وي سره په خبرو كښې ده ووئيل چې عمران خان ډېر زر په مستقل ويزه د پاكستان نه بهر تلونكې دے٬ په عمران خان به د خپل هېواد قدر كله وشي٬ اوس وائي چې انګلستان هغه كركټر جوړ كړے٬ عمران خان كېدے شي چې د دې خبرې يره لري چې د كوم بل هېواد وېزه به ورنه كړې شي۔ هغې ووئيل چې د خېبر پښتونخوا د روغتيا او تعليم نظام به څوك سموي۔ عمران خان د صوبې د احتساب كميسون ته جرنده وهلې٬ د انصاف نظام به څوك سموي۔ هغې ووئيل چې عمران خان ته به معلومه نه وي كوم كار چې ده پېل كړے هغه په پنجاب كښې لس كاله وړاندې پېل شوے و٬ د پنجاب په سكولونو كښې بائيو مېټرك يوه لسيزه وړاندې پېل شوے٬ خوشحاله په دې يو چې په يو ښه كار كښې خو ئې د وفاق او پنجاب نقل وكړو۔ هغې ووئيل چې چې عمران خان صاحت كه راتلونكې غونډه كول وي نو مسلم ليګ ﴿ن﴾ ستاسو مرستې ته تيار دے٬ هغې ووئيل چې عمران خان دې سياسي تربيې لپاره په كوم ښه پوهنتون كښې داخله واخلي٬ مونږ فيس وركولو لپاره تيار يو۔ د عمران خان نننۍ وېنا د كوم رد كړې شوي تن عكاسي وه٬ بايد هغه د ذمه وارې خبرې وكړي۔