اسلام آباد 29 جنوري (اے پي پي) د آزاد كشمير د قانون ساز اسمبلۍ د مخالفې ډلې مشر چوهدري محمد ياسين نړيوالې ټولنې ته خواست كړے چې هغه دې په مقبوضه كشمير كښې د هند د رياستي ترهګرې نوټس واخلي۔ د راډيو پاكستان له مخې ده ووئيل چې بايد د نړۍ امن خوښي په مقبوضه كشمير كښې د هند ظلمونه بندولو لپاره په هند خپل فشار زيات كړي او هند …
نړيواله ټولنه دې په مقبوضه كشمير كښې د هند د رياستي ترهګرې نوټس واخلي۔ چوهدري محمد ياسين
اسلام آباد 29 جنوري (اے پي پي) د آزاد كشمير د قانون ساز اسمبلۍ د مخالفې ډلې مشر چوهدري محمد ياسين نړيوالې ټولنې ته خواست كړے چې هغه دې په مقبوضه كشمير كښې د هند د رياستي ترهګرې نوټس واخلي۔ د راډيو پاكستان له مخې ده ووئيل چې بايد د نړۍ امن خوښي په مقبوضه كشمير كښې د هند ظلمونه بندولو لپاره په هند خپل فشار زيات كړي او هند دې ته مجبور كړي چې د كشميريانو د خپلواكې حق ومني۔ ده ووئيل چې كشميريانو د مقبوضه كشمير آزادې لپاره لوئې قربانې وركړې دي او د دوي تحريك به يوه ورځ ضرور كامياب شي۔ ده ووئيل چې بايد د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې حل كړې شي۔









