
اسلام آباد 24 مارچ (اے پي پي) د پاکستان مسلم ليګ (ن) صدر او د قامي اسمبلۍ غړي شهباز شريف وئيلي دي حكومت دې د كرونا وائرس صورتحال مخ نيوي لپاره جامع پاليسي جوړولو لپاره د شريكې ګټې كونسل غونډه راوبلي ،په شرح سود كښې د دريو نه تر څلور فيصده كمي سره د 80 اربه روپو وسائل وركړې كېدې شي او دې څخَه د كرونا وائرس د وضعې مخنيوي لپاره ډاكټرانو او د نرسانو خفاظت لپاره كېټس او آلات اخستل باوري كېدې شي٬ ټول قام له به په ګډه د خوښ نه خوښ نه پرته د دې چېلنج بشپړه مقابله كول وي٬ د تېلو بيعه دې 70 روپۍ د ليټر په سر ټيټه كړې شي ٬ دې سره به په افراط زر كښې كمې راشي٬ په دې وضعه ټول قام له د هر دول نفاق او سياسي مفاداتو نه پرته سوچ پكار دے٬ په دې سخت وخت كښې به مونږ د حكومت اوږه په اوږه ولاړ يو ۔ د نهې په ورځ د وېډيو لنك د لارې خپلې وېنا كښې شهباز شريف ووئيل لوي څښتن دې نړۍ د دې آفت نه زر خلاصه كړي او څوك چې د دې وائرس له امله مړه شوي د ھغوي كورنيو ته دې الله پاك صبر وركړي۔ ده ووئيل تر اوسه 890 پاكستانيان د دې وائرس ښكار شوي٬ زه باور لرم چې حكومت به په دې لړ كښې بشپړ اقدامات كوي۔ ده ووئيل نواز شريف ما ته د كرونا وائرس له امله پاكستان ته د تللو امر كړې ٬ زه هيله لرم چې مونږ به ډېر زر د دې ستونزې نه رابهر شوو۔ ده ووئيل په دې صورتحال او د قامي سلامتيا تقاضو له مخې به سياست كول لويه ګناه وي٬ سياسي مشران او د هېواد ټولو طبقو د لاك ډاٶن غوښتنه كړې٬ حكومت د لاك ډاٶن او د پوځ رابللو سمه پرېكړه كړې۔ ده ووئيل د سياسي امېزش نه غېر به مونږ له پاكه خبره كول وي٬ د حكومت د ښو خبرو به ستائنه او كمزورۍ به په مثبت ډول رامخې ته كول وي۔ شهباز شريف ووئيل د دې رنځ نه څه دارو شته او نه واكسين۔ ٬ احتياط كولو سره مونږ په دې وباء قابو موندلې شو٬ ټول قام دې د ډاكټرانو او د حكومت په هداياتو عمل وكړي۔ ده ووئيل حکومت دې په سمدستي توګه د شريكې ګټې كونسل غونډې رابللو سره ټولو اعلٰې وزيرانو سره د شراكت دارۍ عمل باوري كړي۔ ده ووئيل په دې وضعه ټول قام له د هر دول سياسي مفاداتو نه پرته سوچ پكار دے٬ د مسلم ليګ (ن) لخو به لس زره حفاظتي كېټس ډاكټرانو ته ډېر زر وركړې شي ٬ د عامو وګړو د كرونا وا