اسلام آباد 25 جنوري (اے پي پي) د وزيراعظم د قامي سلامتيا صلاحكار لېفټيننټ جنرال(ر)ناصر خان جنجوعه وئېلي دي پاكستانيان يو عظيم غېرت مند او د ازمري زړه لرونكے قام دے كوم چې د ټولو ستونزو په حوصله٬ همت او تدبر مقابله كړې٬ پاكستان د سختو ورځو نه وتونكے دے ٬په ګډه به د ستونزو هوارولو لار راوباسو او هره فتنه به له مينځه وړؤ۔ ده دا خبرې د شورو …
د پاكستان سختې ورځې تلوونكې دي٬په ګډه به د ستونزو هوارولو لار لټول وي او هره فتنه به له مينځه وړؤ۔ جنرال(ر)ناصر خان جنجوعه

مزید خبریں
اسلام آباد 25 جنوري (اے پي پي) د وزيراعظم د قامي سلامتيا صلاحكار لېفټيننټ جنرال(ر)ناصر خان جنجوعه وئېلي دي پاكستانيان يو عظيم غېرت مند او د ازمري زړه لرونكے قام دے كوم چې د ټولو ستونزو په حوصله٬ همت او تدبر مقابله كړې٬ پاكستان د سختو ورځو نه وتونكے دے ٬په ګډه به د ستونزو هوارولو لار راوباسو او هره فتنه به له مينځه وړؤ۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ نېشنل آرټ ګېلګري كښې درې ورځني قامي د خطاطې نندارتون په موقع خپله وېنا كښې وكړې۔ په دې موقع د وزيراعظم د قامي تاريخ او ادبي ورثې صلاحكار عرفان صديقي هم موجود ؤه۔ ناصر خان جنجوعه په نندارتون كولو عرفان صديقي او وزارت ته مباركي وركړه۔ ده ووئيل د نائن الېون نه پس مونږ په جګړه بوخت يو٬ د ډېرو خوږو او عزيزانو قربانې مو وركړې٬ زمونږ قام سخت وخت ليدلې او د كوم نه چې اوس مونږ وتونكي يو۔ ده ووئيل دا خبره د خوشحالې ده چې سره د ستونزو زمونږ قام خپل تهذيب او كلتور ژوندې ساتلې۔ په دې موقع د وزيراعظم د قامي تاريخ او ادبي ورثې صلاكار عرفان صديقي ووئيل ناصر خان جنجوعه ډېر ښه خطاط دے او د ده فن پارې هم په نندارتون كښې ايخودې شوي ۔ ده ووئيل د خطاطې فن ودې لپاره به اداره جوړولې شي٬اسلامي هېوادونو سره به د خطاطې د فن په اړه همكاري كوو۔ نندارتون به ﴿نن﴾ د زيارت په ماښام پاې ته رسي او د دې خاص مېلمه به د آزاد كشمير اولس مشر مسعود خان وي۔









