پېښور۔ 15 جون (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا حکومت د نوي مالي کال بجټ د وړاندې کولو په اړه لا تر اوسه كومه حتمي پرېکړه نه ده کړې چې له امله یې وضعیت غېر يقيني صورتحال سره مخ دے۔ په بجټ او نورو مهمو مسلو د وزیراعلی او مرورو غړو ترمينځه کړکېچ روان دے ، بل اړخ ته د مرورو غړو د بجټ غونډه كښې د ګډون نه …
خېبر پښتونخوا كښې د بجټ وړاندې کولو په اړه لا تر اوسه كومه حتمي پرېکړه نه ده شوې

مزید خبریں
پېښور۔ 15 جون (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا حکومت د نوي مالي کال بجټ د وړاندې کولو په اړه لا تر اوسه كومه حتمي پرېکړه نه ده کړې چې له امله یې وضعیت غېر يقيني صورتحال سره مخ دے۔ په بجټ او نورو مهمو مسلو د وزیراعلی او مرورو غړو ترمينځه کړکېچ روان دے ، بل اړخ ته د مرورو غړو د بجټ غونډه كښې د ګډون نه كولو اندېښنه هم شته چې ورسره به سیاسي وضعیت نور هم پېچلے شي۔ د ګوند سرچینې وايي چې د بجټ وړاندې کولو لپاره رابللې شوې د صوبايي اسمبلۍ غونډه یو ځل بیا ځنډولې شوې او اوس دا غونډه د جون په 17مې نیټه رابللې شوې ده۔ بياهم حکومت مرورو غړو او مشرتابه سره په بېلو مسئلو مشاورت ته دوام ورکوي۔ بل خوا د خزانې سلاحکار مزمل اسلم ووئیل د خزانې وزارت د ټول کال لپاره بجټ جوړ کړے دے خو د وزیراعلی لخوا تر اوسه په دې اړه كومه ښكاره لارښونه نه ده رامخې ته شوي ۔ د هغه له مخې دا پرېكړه به وزيراعلی كوي چې ټول کال لپاره بجټ وړاندې كړے شي يا درېو مياشتو لپاره عبوري بجټ









