سرتاج عزیز سره افغانستان كښې د برتانيې سفير ډومينك جرمي وليدل

اسلام آباد 25 جنوري (اے پي پي) د وزيراعظم د خارجه چارو صلاحكارسرتاج عزیز سره د شورو په ورځ په افغانستان كښې د برتانيې سفير ډومينك جرمي ليدلي دي ۔ په دې موقع پاكستان كښې د برتانيې هائي كمشنر تهامس ډريو هم ده سره ملګرے ٶه۔ دواړو ډلو د خبرو اترو په مهال د افغانستان د امن او سلامتيا په چارو خبرې وكړې۔ د خارجه دفتر وياند له مخې د …

اسلام آباد 25 جنوري (اے پي پي) د وزيراعظم د خارجه چارو صلاحكارسرتاج عزیز سره د شورو په ورځ په افغانستان كښې د برتانيې سفير ډومينك جرمي ليدلي دي ۔ په دې موقع پاكستان كښې د برتانيې هائي كمشنر تهامس ډريو هم ده سره ملګرے ٶه۔ دواړو ډلو د خبرو اترو په مهال د افغانستان د امن او سلامتيا په چارو خبرې وكړې۔ د خارجه دفتر وياند له مخې د برتانيې سفير ووئيل برتانيه افغانستان كښې د امن او سلامتيا ودې له د سهولت كار كردار ترسره كولو خوښي لري ۔ دواړو ډولو افغانستان كښې ښه امن راوستو له د روغې جوړې عمل په ځائ ساتلو په غرض د هلو ځلو روانو ساتلو ته سلا شول۔ خارجه صلاحكار سرتاج عزيز د برتانيې سفير پاكستان كښې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د كاميابو او افغانستان كښې د امن او استحكام ودې له او افغانستان سره د اړيكو بهترۍ پحقله د پاكستان د خوښی نه خبر كړو۔