عمران اولس نشي غولولې٬ عمران خان د جهانګير ترين غوندې سند لرونكي كرپټ كسان خپل ملګري كړ۔ دانیال عزیز

اسلام آباد 25 جنوري (اے پي پي)د مسلم ليګ (ن) لارښواد دانیال عزیز وئيلي دي عمران تر ډېره وخته اولس نشي غولولې٬ عمران خان د جهانګير ترين غوندې سند لرونكي كرپټ كسان خپل ملګري كړي٬ تحريك انصاف هره ورځ سترې محكمه كښې نوې خبرې كوي۔د سترې محكمې په خوا كښې ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل جهانګير ترين په اېس اي سي پي كښې د كرپشن اعتراف كولو سره …

اسلام آباد 25 جنوري (اے پي پي)د مسلم ليګ (ن) لارښواد دانیال عزیز وئيلي دي عمران تر ډېره وخته اولس نشي غولولې٬ عمران خان د جهانګير ترين غوندې سند لرونكي كرپټ كسان خپل ملګري كړي٬ تحريك انصاف هره ورځ سترې محكمه كښې نوې خبرې كوي۔د سترې محكمې په خوا كښې ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل جهانګير ترين په اېس اي سي پي كښې د كرپشن اعتراف كولو سره نه يوازې يو نيم كروړ روپۍ جرمانه جمع كړې بلكې 7 كروړه روپۍ ئې هم بېرته جمع كړې دي او عمران خان سند لرونكي كرپټ سياستمدار خپل ملګري كړي دي ٬۔ ده ووئيل د حسېن نواز ډالۍ مريم نواز قبوله كړې ھغه په ټېكس ريټرن كښې نه راځي ۔ ده ووئيل د ټاكنو كمېسون عمران خان لپاره ٬د سخت ژبي٬ د تهذيب نه لرونكې ټكي سم كارولي دي۔