
ډھاکه ۔ 10 مارچ (اے پی پی) د بنګله دېش او زمبابوے کرکټ لوبډلو ترمينځه د دوه ټي ټونټي مېچونو سيريز دوهم او وروستې مېچ نن د شورؤ په ورځ شېر بنګله نېشنل سټېډيم ٬ ډھاكه كښې كولې شي۔ كوربه لوبډلې ته د دوو مېچونو په سيريز كښې د 1-0 بريا ترلاسه ده۔ بنګله دېشي لوبډلې په اولني ټي ټونټي مېچ كښې زمبابوے ته 48 رنزونو سره ماتې وركړې وه۔ دې نه وړاندې كوربه لوبډلې زمبابوے د درې يو ورځني مېچونو په سيريز كښې كلين سويب كړې وه۔ د بنګله دېشي لوبډلې سرلوبغاړي محمود الله وېنا ده چې دده لوبډله به نني مېچ كښې مېلمه لوبډلې ته ماتې وركولو سره د يو ورځني مېچونو سيريز په ډول ټي ټونټي سيريز كښې هم دا كلين سويپ كړي۔ د بنګله دېشی 15 كسيزه لوبډلې مشري محمود الله كوي او په نورو لوبغاړو كښې تمیم اقبال، سومیا سرکار، محمد نعیم، مشفیق الرحیم، سېف الاسلام، الامین، حسن محمود، مستفیض الرحمن، لټن داس، ناظم احمد، محمد سېف الدین، عفیف حسین، امین الاسلام او مهدی حسن شامل دے