وزيراعظم محمد نواز شريف د بې بنسټھ تورونو باوجود د اولس پھ زړونو كښې اوسېږي او د ټول هېواد اولس نواز شريف خپل مشر ګڼي

ګوجرانواله 23 جنوری (اے پی پی) د اطلاعات٬خپرونو او قامي ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي د پاكستان اتومي پروګرام٬موټروے٬د صحت وړومبنې پروګرام د تعليم اصلاحات او د سي پیك غوندې د هېواد تقدير بدلونكې پروژې نواز شريف پېل كړي۔وزيراعظم محمد نواز شريف د بې بنسټھ تورونو باوجود د اولس پھ زړونو كښې اوسېږي او د ټول هېواد اولس نواز شريف خپل مشر ګڼي٬ 2018 ټول ټاكنو كښې به …

ګوجرانواله 23 جنوری (اے پی پی) د اطلاعات٬خپرونو او قامي ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي د پاكستان اتومي پروګرام٬موټروے٬د صحت وړومبنې پروګرام د تعليم اصلاحات او د سي پیك غوندې د هېواد تقدير بدلونكې پروژې نواز شريف پېل كړي۔وزيراعظم محمد نواز شريف د بې بنسټھ تورونو باوجود د اولس پھ زړونو كښې اوسېږي او د ټول هېواد اولس نواز شريف خپل مشر ګڼي٬ 2018 ټول ټاكنو كښې به يو ځل بيا محمد نواز شريف د هېواد وزيراعظم ټاكلې كېږي ٬چا كه د مريم نواز پلو په كږه سترګه وكتل اولس به د هغوې مقابله كوي٬څوك چې پھ خپلو كورونو كښې د خوئېندو او وروڼو احترام نه كوي هغه به د چا د لور يا خور احترام څنګه وكړي۔وزيراعظم محمد نواز شريف د وګړو دعاګانې اخستي او دغسې عمران خان پھ دري نيمو كلونو كښې بې بنسټھ تورونه لګولي٬عمران خان د تورونو لګولو نه غېر د كوم بل كار كولو جوګه نه دے ٬ هغه پھ دري نيمو كلونو كښې پھ خېبرپښتونخوا كښې يو مات پل هم نه دې جوړ كړی ٬ په روغتونونو كښې نه كوم وارډ او نه يې پھ سكولونو كښې څه كار كړی٬هغه به څنګه د نواز شريف او شهباز شريف مقابله وكړي۔دې د ګل په ورځ ګوجرانواله كښې وركرز كنونشن ته خطاب كولو۔پھ دې موقع د رېلوے وزير خواجه سعد رفيق٬دوهم وزير عثمان ابراهيم٬پخوانې اېم اېن اے حنيف عباسي او نور هم موجود وو۔ګوجرانواله ته په رسېدو د مسلم ليګ(ن)كارمندانو٬د مريم اورنګزېب تود هركلے وكړو۔دوهمه وزيره مريم اورنګزېب او د ګوند نور لارښود په يو لاريون كښې د دستورې ځاې ته ورسولې شول ۔دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل زه وزيراعظم محمد نواز شريف ځكه دلته رالېږلې يم چې د ګوجرانواله اولس د وزيراعظم په زړونو كښې اوسېږي ۔وزيراعظم محمد نواز شريف هغه لارښود دے څوك چې زمونږ د ټولو پھ زړه كښې اوسېږي۔دې ووئيل لس كروړه اولس ته دا معلومه ده چې پاكستان له اتومي پروګرام٬موټروے٬د روغتيا وړومبې پروګرام٬د ايجوكېشن ريفارمز او د سي پیك غوندې د هېواد تقدير بدلونكې پروژې وزيراعظم محمد نواز شريف پېل كړي۔دې ووئيل عمران خان پخپله دا وئېلي چې تورونه لګول زما كار دے۔مريم اورنګزېب ووئيل عمران خان دې حقيقت نه خبر شي و۔د نواز شريف سره د قام دعاګانې ورسره دي او د 2013 په ټاكنو كښې ټول قام نواز شريف له مېنډېټ وركړې٬ځايې حكومتونه جوړولو كښې د مسلم ليګ(ن)كاميابي د دې ثبوت خبرې دے چې ټول قام نواز شريف خپل لارښود او مشر ګڼي۔وفاقي وزيرې ووئيل عمران خان اولس ته د جلسو غږ كوي خو يو څو كسان رايو ځاې كوي كله چې نواز شريف اشاره وكړه نو د اولس سمندر به اووينې۔د اطلاعات وزيرې ووئېل بې بنسټه تورونو لګوونكو ته بايد دا معلومه شي چې تورونه ثابتولو ته هم اړتيا وي۔مونږ به د لويې څښتن په فضل به عدالتونو كښې هم بريالي كېږو۔دې ووئيل نواز شريف هغه شخصيت دے څوك چې په درېم ځل د پاكستان وزيراعظم ټاكلې شوې

مزید خبریں