په چين كښې د كرونا وائرس په نتيجه كښې د مړو كسانو شمېره 813 ته ورسېده

بيجنګ 09 فروري (اے پي پي﴾ په چين كښې د كرونا وائرس په نتيجه كښې د مړو كسانو شمېره 813 ته رسېدلې. د چين خبر رسنې ادارې له مخې د چين په ووهان ښار كښې د كرونا وائرس په پېل كېدونكې وبا كښې تر اوسه 813 كسان مړه شوي دي. دغسې د دې وائرس له امله د ځپليو شمېره 36 زره 693 ته رسېدلې. په چين كښې د خپرېدو نه پس اوس دا وائرس د نړۍ ډېرو هېوادونو ته رسېدلې.