بيجنګ 08 فروري (اے پي پي) په چين كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كرونا وائرس په نتيجه كښې نور 86 كسان مړه شوي دي او دې سره په دې رنځ د مړو شويو كسانو شمېره 722 ته رسېدلې. د خبر له مخې په نورو 3 زره كسانو كښې د دې وائرس تصديق شوے او د ټولو ځپليو شمېره د 31 زرو نه زياته شوې. د چين چارواكو له مخې د دې وبا مخ نيوي لپاره اقدامات كولې شي.