بغداد 08 فروري (اے پي پي) د عراق د بشري حقونو كميسون وئيلي دي چې په عراق كښې د تېرو څلورو مياشتو په مهال 543 مظاهرچيان وژل شوي دي، دا مظاهرې تېر كال د اكتوبر په مياشت كښې پېل شوې وې. د كميسون په تازه راپور كښې وئيلي شوي دي چې په دې كسانو كښې 276 كسان په بغداد كښې وژل شوي دي. كميسون په حكومت د مظاهرو په مهال د وژنو، ژوبلې او د كرېك ډاٶن په مهال د نيول شويو كسانو د شمېرو پټولو تور لګولې.