افغانستان٬ فرياب ولايت كښې د طالبانو بريد كښې د يوې مېرمن پشمول درې كوچنيان مړه شوي

کابل 07 فروري (اے پي پي) د افغانستان په شمالي فرياب ولايت كښې د طالبانو بريد كښې د يوې مېرمن پشمول درې كوچنيان مړه او يوه مېرمن ژوبل شوې ده۔ د ولايت پوليسو له مخې طالبانو تېره شپه په قېصار ولسوالۍ كښې مارټر ګولو سره بريد كړې چې په نتيجه كښې ئې درې ماشومان او يوه مېرمن مړه او بله ژوبل شوې ده۔ په اطلاع ترلاسه كېدو امنيتي ځواكونه د پېښې ځائ ته رسېدلي او ژوبل شوې مېرمن ئې نزدې روغتون ته رسولې ده