یمن كښې د القاعدہ لارښود قاسم الریمی وژلې شوې، د امریكې اولس مشر

واشنګټن 07 فروری (اے پی پی) د امریكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ وئيلي دي چې امریكې په یمن كښې د ترهه ګرۍ مخنيوي يوې كارروائی په مهال د القاعدہ لارښود قاسم الریمی وژلې دې۔د برتانيې خبر رسنې ادارې په يو بيان كښې ټرمپ ووئيل د ریمی په دور كښې د القاعدہ عرب ډلې په یمن كښې د انسانیت سوز ظلمونه كړي او د امریكې پوځ په ضد ئې ګڼو بريدونو هڅه كړي۔د هغه د مرګ سره په ټوله نړۍ كښې د القاعدہ تحریك او القاعدہ عرب ډله كمزوري شوي۔