سناتور اسحاق ډار سره د امريكا سفير ډېوډ هېل ملاقات٬ د شريكې خوښې په چارو او په خاص توګه په تجارتي او اقتصادي اړيكو د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد ۔ 21 جنوری (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار سره پاكستان كښې د امريكا سفير ډېوډ هېل د خالي په ورځ د خزانې وزارت كښې ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو او په خاص توګه په تجارتي او اقتصادي اړيكو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وفاقي وزير د امريكا نوي اولس مشر لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره ووئيل …

اسلام آباد ۔ 21 جنوری (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار سره پاكستان كښې د امريكا سفير ډېوډ هېل د خالي په ورځ د خزانې وزارت كښې ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو او په خاص توګه په تجارتي او اقتصادي اړيكو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وفاقي وزير د امريكا نوي اولس مشر لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره ووئيل د پاكستان حكومت په دوه اړخيزه ستراتيجك او معیشت اډانه مرسته لا زياتولو له د امريكا نوې انتظاميې سره په ګډه كار كولو ته سترګې په لار دے۔ امريكائي سفير ډېوډ هېل ووئيل امريكا پاكستان سره خپلو پخوانو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري او پاكستان خپل يو مهم شراكت دار ګڼي۔ وفاقي وزير ووئيل دوه اړخيزه تجارت او سرمايه كارۍ كښې زياتوالي كولو له بلها صلاحيتونه او موقعې موجود دي۔ ده امريكائي سفير ته ووئيل چې پاكستان كښې د سرمايه كارۍ موقعو څخه ګټه پورته كولو له په امريكائي سرمايه كارو زور راوړي۔ ملاقات كښې د خزانې وزارت مشران چارواكي هم موجود وو۔