اقبال ظفر جھګړا د پارا چنار بمي چاؤدنه وغندله

پېښور ۔21جنوری (اے پی پی) د خېبرپختونخوا ګورنر انجینئراقبال ظفرجھګړا د کرم ایجنسۍ سر ښار پاراچنار په نیوسبزی منډ ۍ كښې د بمي چاؤدنې په سختو ټكو كښې غندنه كړې او د دې په نتيجه كښې په شوي ځاني زيان ئې د افسوس او غم درد څرګندونه كړې۔ ده پولیټیکل انتظامیې ته هدایت كړې چې د مرستې كاروائۍ تندې كړي او ژوبل شويو ته په سمدستي توګه طبي مرسته وركړي۔ …

پېښور ۔21جنوری (اے پی پی) د خېبرپختونخوا ګورنر انجینئراقبال ظفرجھګړا د کرم ایجنسۍ سر ښار پاراچنار په نیوسبزی منډ ۍ كښې د بمي چاؤدنې په سختو ټكو كښې غندنه كړې او د دې په نتيجه كښې په شوي ځاني زيان ئې د افسوس او غم درد څرګندونه كړې۔ ده پولیټیکل انتظامیې ته هدایت كړې چې د مرستې كاروائۍ تندې كړي او ژوبل شويو ته په سمدستي توګه طبي مرسته وركړي۔ د ګورنر په هدايت په سمدستي توګه په ډاكټرانو مشتمل طبي ډلې پارا چنار ته روانې كړې شوي دي۔ ده ووئيل د آخري ترهګر تر خاتمې به د ترهګرۍ په ضد جنګ روان وي۔ ګورنر ووئيل ترهګر په دې ډول ناوړه او د ويرې پېښو زمونږ حوصلې كمزورې كولې نه شي او مونږ به د ترهه كرۍ ختمولو له تر آخري حد ځو۔ ګوررنر بمي چاؤدنه كښې شهيد شويو لپاره د لوړو درجو او غمجنيو كورنيو له د زغم دعا وكړه۔ ده د ژوبل شويو زر روغتيا له هم دعا وكړه۔

مزید خبریں