د خاوند وژونكې مېرمنې سر قلم كړې شو

جدہ ۔ 31 جنوری (اے پی پی) د سعودي عربستان جده ښار كښې د خاوند وژونكې يمني مېرمنې سر قلم كړې شو۔ د سعودي عربستان خپرونې ادارې له مخې جده كښې مېشته سعودي وګړې احمد بن عمر بافرط خپلې يمني ښځې غصه كښې په چاقو څو وارې وهلو سره وژلې وو۔ د پېښې اطلاع په ترلاسه كېدو پوليس سمدستي تورنه ونيوله او ابتدائي پلټنيو څخه وروستو ئې ددې مقدمه فوجداري عدالت ته ولېږله چرته چې د ټولو شواهدو او اقبال جرم څخه وروستو دې ته د مرګ سزا واورولې شوه۔ دا خبره دې ښكاره وي چې سعودي عربستان كښې اسلامي شرعي قانون په بشپړه توګه نافذ دې چې له مخې ئې مجرمانو ته سزا وركولې او د انصاف په تقاضو عمل كولې شي