اسلام آباد ۔ 21 جنوری (اے پی پی) داخله وزير چوهدري نثار علي خان وئيلي دي سياست د عمل او كاركردګۍ په بنياد كيږي په تشو خبرو او تورونو لګولو نه۔ زما مخالفين د تورونو او بهتان نه غېر بل څه نه لري۔ زما د حلقې اولس ټول عمري كاركردګۍ ته كتلي دي۔ كه باقي پاتې اولس هم په دې اصول د خپل ووټ پرېكړه وكړي نو د هېواد حالت …
سياست د عمل او كاركردګۍ په بنياد كيږي په تشو خبرو او تورونو لګولو نه۔ زما مخالفين د تورونو او بهتان نه غېر بل څه نه لري۔ زما د حلقې اولس ټول عمري كاركردګۍ ته كتلي دي۔ كه باقي پاتې اولس هم په دې اصول د خپل ووټ پرېكړه وكړي نو د هېواد حالت به بدل شي۔ د داخله وزير چوهدري نثار علي خان اولسي غونډې ته خطاب او د بلديې غړو سره خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 21 جنوری (اے پی پی) داخله وزير چوهدري نثار علي خان وئيلي دي سياست د عمل او كاركردګۍ په بنياد كيږي په تشو خبرو او تورونو لګولو نه۔ زما مخالفين د تورونو او بهتان نه غېر بل څه نه لري۔ زما د حلقې اولس ټول عمري كاركردګۍ ته كتلي دي۔ كه باقي پاتې اولس هم په دې اصول د خپل ووټ پرېكړه وكړي نو د هېواد حالت به بدل شي۔ ده د خالي په ورځ راجر، سهال , کولیاں حمید او ټېکسلا كښې اولسي غونډو او د بلديې غړو سره خبرې كولې۔ د راجر او سهال ځائي نوموړو سياسي شخصياتو په مسلم ليګ (ن) كښې د شاملېدو اعلان وكړو۔ وفاقي وزير ووئيل كوم كسان چې د هوا چپې سره خپل سياسي ګوندونه او وفادارۍ بدلوي زه دوئي سياستدان نه سوداګر او مفاد پرست ګڼم۔ ده ووئيل چرته چې هم د اسلام او پاكستان په ضد خبره كيږي ستاسو نمائنده د هغې ځواب كول خپل ديني او قامي فرض ګڼي۔ د هېواد سياسي صورتحال په اړه وفاقي وزير ووئيل څومره عجيبه خبره ده چا چې د اقتدار 5كاله د پاكستان كوم څيز سالم او روغ پرېښودلې نه دې هغوي هم د كرپشن په ضد په لانګ مارچ راوتلې دي۔داخله وزير ووئيل د پوټھوهار اولس لوستې او شعور لرونكي دي۔ دوئي په ريښتيا او دروغو كښې فرق كولې شي چې چا هېواد ته پرمختګ وركړے او چا ديواله كړې۔ خپله حلقه كښې د پرمختګ كارونو په اړه ده ووئيل خپل 35 كلن سياست كښې ما حلقه كښې د پرمختيائي كارونو جال خپور كړےاو هر ځائې مې د خذمت نښې پرېښودلې دي۔ بلخوا زما سياسي مخالفين د دروغو وعدو او مايوسو نه غېر بل هېڅ نه لري۔ داخله وزير ووئيل هغه هېوادونه پرمختګ كوي د كومو پرېكړې چې عدالت كښې كيږي په لارو كوڅو كښې نه۔ او د كومو په ادارو چې اولس باور كوي










