بېروت 23 جنوري (اے پي پي) د لبنان نومولي وزيراعظم حسان دياب د اولس مشر مېشيل عون د منظورۍ نه پس خپله نوې 20 كسيزه كابينه اعلان كړې ۔دې څخه وړاندې ياد وزيراعظم العربيه نيوز ته ووئيل په نوې كابينه كښې د 20 وزيرانو شموليت لپاره د سياسي ډلو سره يو لوظنامه شوې ۔دې نه پس حسان دياب د اولس مشر مېشيل عون سره ملاقات كړې او هغه ئې د خپلې كابينې د غړو څخه خبر كړې۔د لبنان اولس مشر مېشيل عون په 19 دسمبر د تعليم پخوانې وزير حسان دياب وزيراعظم نامزد كولو سره هغه له د نوې حكومت جوړولو بلنه وركړې وه۔ دا خبره دې ياده وي پخواني وزيراعظم سعد الحريري اكتوبر كښې په ټول هېواد كښې د احتجاجي مظاهرو نه پس د خپلې چوكۍ څخه استعفٰي وركړې وه