
نيويارك 22 جنوري (اے پي پي) ملګرو ملتونو خپل نړيوال معشي راپور كال 2020 جاري كولو سره وئيلي دي د هند پشمول د نړۍ د 70 فيصده ابادۍ وړ هېوادونو كښې د اقتصادي مساوات نشتوالې زياتېږي او صورتحال څخه ځائي شتمند ګټه پورته كوي ۔ دا راپور ډيووس كښې د نړيوال اقتصادي فورم غونډې په مهال وړاندې كړې شوې۔ د راپور له مخې يو فيصد شتمند په بدلېدونكې نړيوال اقتصاديات كښې بريالۍ كېږي۔ رپورټ كښې وئيلي شوې د نوې ټېكنالوجۍ راتګ سره د ملازمتونو د موجوده قسمونو وجود ختمېدې شي٬ د عدم مساوات ښكار هېوادونو لپاره درې نكاتي لائحه تجويز كړې شوې ۔ راپور كښې وئيلي شوي د معاشرتي عدم مساوات سره مخ هېوادونو كښې هند هم شامل دے او برازيل٬ ارجنټائن او مېکسيکو كښې دا رجحان كمې شوې۔ د راپور له مخې د نړۍ زيات پرمختګ كوٶنكي معيشت لرلو باوجود چين په آمدن كښې د عدم مساوات اضافې سره مخ دے ۔ په مشاهده كښې راغلې چې يو فيصد شتمند په بدلېدونكي نړيوال اقتصاد كښې بريالۍ كېږي