
لندن 22 جنوري (اے پي پي) هند د جمهوري انډېكس په نړيوال رېنكنګ كښې لس درجې لاندې راتللو سره51 لمبر ته راغلې ۔ ګرده نړۍ كښې د جمهوري دود دستور په اړه تحقيق او تجزيه كوٶنكې د برتانيې ”د اکنامسټ ګروپ” د اکنامسټ انټيلي جنس يونټ لخوا د ګردې نړۍ د سروے نه پس د جمهوري انډېكس كال 2019 فهرست جاري كړې چې له مخې ئې هند كښې د تشدد په مظاهرو او د وګړو د آزادۍ َخاتمې٬ او د مقبوضه كشمير خاص حېثيت او د آرټيکل 350 او 35 اے خاتمې ، د بشري حقونو خلاف ورزۍ د جمهوري جبر بنيادي سوب ګرځولې شوې ٬فهرست كښې د ګردې نړۍ د 165 آزادو رياستونو او د دوه سيمو جمهوري عكس وړاندې كړې شوې ٬ دا فهرست د انتخابي عمل او اجتماعات٬ د حكومتي اقدامات ٬ د سياسي حصه دارۍ، د سياسي كلتور او د وګړو د آزادۍ په بنياد ترتيب كړې شوې ٬ د صفر نه تر لسم سكېل كښې په كال 2018 كښې هند په 7.23 لمبر ٶ كوم چې په كال 2019 كښې 6.90 شوې او د دې نه پس هند لس درجې لاندې راتللو سره په 51م لمبر راغلې ۔ په فهرست كښې ناروے 9.87 سکور سره په وړومبي لمبر او چين 2.26 سكور سره په 153 لمبر دے ٬ تھائي لېنډ د 6.32 سکور بهترۍ سره په 38م لمبر راغلې