ماسكو 21 جنوري (اے پي پي) په روسيه كښې په كور كښې د اور لګېدنې په پېښه كښې 9 كسان مړه شوي دي. د روسيې چارواكو له مخې دا پېښه د روسيې په تومسك سيمه كښې په پرجلمس كلي كښې د لرګو نه جوړ شوي يو كور كښې رامېنځ ته شوې. د چارواكو له مخې په پېښه كښې 6 كسان په ټكي مړه شوي دي او درې سوځيدليو كسانو په روغتون كښې ساه وركړے او د مړو شمېره 9 ته رسېدلې.